د ستندرد عالي شورا د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۹مه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال او د یادې کمېټې د رئیس په ریاست جوړه او په کې د ستندر عالي ادارې د فعالیت او کړنو، د ساختماني او مټرولوجي لابراتوارونو مطابقت د ارزیابۍ ریاست پر کړنو، د تخنیکي کمېټو رامنځته کولو، د ښوونیزو مرکزونو ایجادولو او د کادري سیستم د رامنځته کولو په برخه کې پر شپږویشتو بیلابیلو ستندردونو باندې بحث وشو.

په پیل کې د ستندرد ملي ادارې سرپرست د دې ادارې د کړنو په اړه راپور وړاندې او د ستندرد ملي ادارې پرمختګونه او ننګونې یې بیان کړې. نوموړي له یو شمیر نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو سره د ستندرد سازۍ په اړه د بیلابیلو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو خبره وکړه او ویې ویل چې د دغې ادارې پنځه نوي سلنه بودجه لګول شوې ده.

په همدې ډول ستندرد ملي ادارې سرپرست د یادې ادارې د یو شمیر مالي او تخنیکي ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ویې چې د مسلکي کادر نه شتون، د تشکیل، بودجې او متخصصانو کموالی د دې ادارې پر وړاندې له اصلي ننګونو څخه دي.

په همدې ډول د ستندرد ملي ادارې مسوولانو د مطابقت د ارزیابۍ ریاست د فعالیتونو، د ساختماني او مټرولوجي لابراتوارونو او په کې د شته ننګونو په اړه راپور وړاندې کړ. غونډې پرېکړه وکړه چې د اصلاحاتو او د مسلکي کادرونو د استخدام په برخه کې دې د یاد ریاست غوښتنې د یوه مکتوب په چوکاټ کې د ستندرد عالي شورا ته وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې، د ستندرد ملي ادارې د کادري سیستم د رامنځته کولو او ښوونیز مرکز د فعالولو د اړتیا په اړه بحث وشو. د ستندرد ملي ادارې مسوولانو په دې برخه کې معلومات ورکړل چې د تخینکي او فني زده‌کړو لپاره د یوه ښوونیز مرکز د ایجادولو اړتیا ده، تر څو په دې اداره کې موجودو تشو ته د متخصصو او مسلکي کسانو په جذبولو رسیده ګي وشي.

د ستندرد عالي شورا د دې تر څنګ چې د یوه ښوونیز مرکز او کادري سیستم رامنځته کول یې د ستندرد ملي ادارې لپاره یوه جدي اړتیا یاده کړه، پرېکړه یې وکړه چې د دغه مرکز د رامنځته کولو د څرنګوالي په اړه دې، د یادې ادارې اړتیاوې د یوه مکتوب په توکه شورا ته وړاندې کړل شي. په همدې ډول پرېکړه وشوه چې د ستندرد ملي ادارې د اجراآتو د بهیر د چټکتیا لپاره باید د مټرولوجي او نور د اړتیا وړ تقنیني سندونه د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره کابینې ته وړاندې شي.

د ستندرد عالي شورا د تخنیکي کمېټو له تاسیس(روغتیا او روغتیايي وسایلو، د حلال او نورم ستندرونه) چې د ستندرد په ملي اداره کې رامنځته شوي، خوښي وښوده او د دغو کمېتو له تائید وروسته پرېکړه وشوه چې دغه کمېټې باید اړوندې ادارې د اجراآتو او کړنو په جریان کې قرار ونیسي.

په دې ناسته کې د طبي لاربراتوارونو، د انرژي مدیریتي سیستمونو، د بذري تخمونو د کیفیت د کنټرول، د پوستي لرونکي ځنغوزیو، د انرژۍ د تودوونکو ملي ستندردونو او د اوبو د تودولو سیستمونو او نورو مواردو په اړه د ستندرد ملي ادارې ۲۷ ستندردونه وڅېړل او تائید کړل.

د ستندرد عالي شورا غونډې ته د وړاندې شویو ستندردونو د تائید تر څنګ، پرېکړه وشوه چې د ستندرد ملي اداره دې له خصوصي سکټور سره په همکارۍ کې د عامه پوهاوې په موخه د تاجرانو او خصوصي سکټور د ستندرد سازۍ د اهمیت په اړه پروګرامونه په پام کې ونیسي او خلکو ته دې په دې اړه معلومات ورکړي.