د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ستندرد له نړیوالې ورځې د وزیرانو شورا په ماڼې کې د جمهور رئیس د مرستیال او د ستندرد عالي شورا د رئیس استاد سرور دانش په حضور او وینا سره نمانځنه وشوه.

د جمهور رئیس مرستیال په پیل کې په هیواد کې د پارلماني ټاکنو تر سره کول یو تاریخي او برخلیک ټاکونکې پېښه یاده کړه او ویې ویل چې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان خلکو خپله ټوله هڅه وکړه. نوموړي وویل چې په ټولو ولایتونو کې د خلکو د اوږدو لیکو جوړیدل د خلکو د پرېکنده ارادې او عقلاني ټاکلو ښکارندوی و.

د جمهور رئیس مرستیال پارلماني ټاکنې لومړنۍ پروسه یاده کړه چې په بشپړه توګه د افغانستان د ملکي او پوځي بنسټونو له لوري رهبري او مدیریت شوه او د سترو ملي پروسو په ترسره کولو کې یې د افغانستان د دولت وړتیا وښوده.

نوموړي له ټاکنیزو همکارانو، د افغانستان له حکومت او په راس کې له جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې په پوره دقت او جدیت سره یې د ټاکنو اړوند بیلابیل مسایل نظارت او تعقیب کول.

د جمهور رئیس مرستیال د ټاکنو په پروسه کې د رسنیو او خبریالانو کړنې هم شجاعانه او د ستاینې وړ وبللې او ویې ویل چې رسنیو په سم ډول وښودله چې د خپلو خلکو ګټو ته وفاداره دي او له لوړې هوښیارۍ او توانمندۍ برخمنې دي.

د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په خبره، په ټولو ولایتونو کې د افغان ښځو پراخ ګډون، د افغانستان په ټولو برخو کې د پیاوړي او معنادار سیاسي او فرهنګي تحول ښودنه کوي او د افغانستان د ټولنې د جوړښت د روابطو په کچه کې د اساسي تغییر ښودونکې ده. نوموړي وویل چې په دې خاوره کې به له دې وروسته ښځې کله هم د کږو وږو بارونو، تعصب او تحجر پر وړاندې تسلیم نه شي.

استاد دانش په تېرو ټاکنو کې د خلکو د مشارکت ښکاره پیغام ته په اشاره  وویل چې د افغانستان وګړي د افغانستان د سیاسي مسایلو حل او فصل یوازې له دیموکراتیکې او سوله ییز لارې او د ازادې ارادې له طریقه امکان پذیره بولي، نه د جګړې او تاوتریخوالي له طریقه.

نوموړي له مخالفینو څخه هم وغوښتل چې که هغوی وغواړي چې د افغانستان د ملت تر څنګ وي، را دې شي د ازاد سیاسي رقابت له طریقه دې خپل اقتدار او مشروعیت د خلکو د رایو له طریقه واخلي، نه د ټوپک، انتحار او انفجار له طریقه.

استاد دانش د ټاکنو په پروسه کې یو زیات شمیر ستونزو ته په اشاره وویل: «دا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مکلفیت دی چې د خلکو له رایو څخه په سمه ډول ساتنه وکړي او په شفافه او عادلانه توګه د خلکو شکایتونو، ټاکنیزو تخطیو او تخلفاتو ته رسیده‌ګي وکړي.» استاد دانش له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه وغوښتل چې د افغانستان په دوه سترو ولایتونو کندهار او غزني کې ژر تر ژره ټاکنې تر سره کړي، تر څو زموږ ټول خلک په عادلانه توګه له خپل سیاسي حق څخه برخمن شي.

استاد دانش د ستندرد د نړیوالې ورځې په مناسب د افغانستان د ملي ستندرد د ادارې له مسوولینو وغوښتل چې دغه اداره باید هڅې وکړي، څو د قانون په رڼا کې خپل مکلفیتونه تر سره کړي.

د افغانستان د ستندرد ملي اداره په ۱۳۸۶ کال کې د یوې تخنیکي او مسلکي ادارې په توګه د وزیرانو شورا له لوري تصویب او تاسیس شوه او په ۱۳۹۶ کال کې د ستندرد قانون له سره تعدیل او تصویب شو.

د ملي ستندردونو جوړول، د ښار جوړونې او مسکن د ملي معیارونو تائید، د افغانستان د بین المللي ژمنو مطابق تخنیکي مقرراتو او ستندردونو ته پر وخت ځواب ویل، تولیدي محصولاتو ته د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول او د وارداتي او صاداراتي توکو لابراتوالي ازمویل، د ستندرد د ملي ادارې د دندې او مکلفیتونه دي.

د استاد دانش په خبره، دغې ادارې د خپل فعالیت په موده کې په یوولسو سکتورنو کې شاوخوا ۵۸۵ ملي ستندردونه او د ساختمان شپږ ملي کدونه تدوین کړي دي او د تبلیغاتو او اګاهي دهي او له نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې یې هم ګڼ فعالیتونه تر سره کړي دي. له دې سره سره، د جمهور رئیس مرستیال وویل چې د یوې لسیزې په اوږدو کې د یادو فعالیتونو تر سره کول کافي نه دي. نوموړي د اړوندو بنسټونو له مسوولانو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي او مسوولانه عمل وکړي او کوټڅنډڼه یې وکړه چې کمکاري په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.

په دې ناسته کې د ملي ستندرد ملي ادارې سرپرست انجنیر عبدالخالق بابر، د صنعت او سوداګرۍ د خونو د عامل هیات رئیس عتیق الله نصرت او د نورو اړوندو بنسټونو استازو خبرې وکړې.

د ستندرد ملي ادارې سرپرست ښاغلي بابر، د دغې ادارې د یو شمیر لاسته راوړڼو په یادولو سره ژمنه وکړه چې د ستندرد عالي شورا لارښوونې ـ چې د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال له لوري رهبري کیږي ـ به تطبیق کړي او هڅه کوي چې د دغې ادارې ټول مکلفیتونه او دندې په سمه ډول پر وخت عملي شي.

په دې ناسته کې د ښځو چارو وزیره سلامت عظیمي، د ستندرد ملي ادارې سرپرست انجنیر عبدالخالق بابر، د دولتي ادارو معینادو او رئیسانو، د ستندرد عالي شورا غړو، د خصوصي سکټور او نړیوالو بنسټونو او رسنیو استازو ګډون کړی و.